loader image
ستاسو قونسلګرۍ خدمات اوس آنلاین دي، د E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play
  Local Time: 26 Jul 2026 05:42:51

شالید

افغانستان د اسیا په زړه کې پروت یو لرغونی او تاریخي هېواد دی، چې د زرگونو کلونو تمدني او کلتوري شالید لري. د جغرافیایي موقعیت له امله د “اسیا زړه” په نوم یادیږي او د تاریخ په اوږدو کې د ستراتېژیکو لارو، تمدنونو او سوداگریزو کاروانونو څلورلاری پاتې شوی دی.
جغرافیه او موقعیت: افغانستان ۶۵۲،۸۶۴ مربع کیلومتره مربع پراخه جغرافیه رانغښتې ده، او د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ ستراتیژیک موقعیت لري. له شپږو هېوادونو سره گډې پولې لري:

پلازمېنه یې کابل ښار، او نور لوی ښارونه یې هرات، کندهار، مزار شریف، او ننگرهار دي. د هېواد جغرافیه ډېره غرنۍ ده او د هندوکش د غرونو ستره لړۍ یې په مرکز کې پرته ده.

وگړي او ژبې: افغانستان شاوخوا ۴۰ میلیونه اوسېدونکي لري. رسمي ژبې یې پښتو او دري دي، نورې هېوادنۍ ژبې یې ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي (که ټولې ژبې یادې شي) دي.

افغانان په مېلمه‌پالنه، درناوي او د اسلامي ارزښتونو په ساتلو او پاللو کې مشهور دي. د هېواد ۹۹ سلنه زیات وگړي یې مسلمانان دي.

تاریخي شالید: افغانستان د نړۍ له لرغونو تمدنونو څخه گڼل کېږي.

علمي او کلتوري میراث: افغانستان یو غني علمي، ادبي او کلتوري میراث لري:

علم او ادب: د نړۍ یو شمېر ستر عالمان، شاعران او ادیبان لکه امام قتیبه بن مسلم البغلاني، امام ابن حبان بستي، مولانا حکیم سنایي، ابن سینا بلخي، ابوریحان البیروني، ابوالنصر فارابي، خواجه عبدالله انصار، مولانا عبدالرحمن جامي، سید جمال الدین افغان، مولانا جلال‌الدین بلخي رومي، علامه عبدالحي حبیبي، استاذ گل پاچا الفت، استاذ قیام الدین خادم، استاذ عبدالروف بېنوا او استاذ صدیق الله رښتین له دې خاورې سره تړاو لري.

هنر او معمارۍ: د هرات تیموري هنر، د غزنوي دورې معمارۍ او د بودایي مجسمو پاتې شوني د افغانستان د فرهنگي میراث مهمې نښې دي.

عنعنات: دودیزي لوبې، دودیز لاسي صنایع، د افغاني خوراکونو بېلابېل ډولونه د هېواد د کلتور ښکلا څرگندوي.

اقتصاد او طبیعي سرچینې: د افغانستان اقتصادي سرچینه په لویه کې کرهنه او مالداري ده. د غنمو، وريجو، مېوو او وچو مېوو تولید یې د سیمې په کچه ځانگړی شهرت لري.

افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه یو بډای هېواد دی چې پکې د لیټیم، مس، اوسپنې، سره زر، نفت او گازو لویې زیرمې شاملې دي او د نړۍ د ځینو سترو طبیعي شتمنیو درلودلو له امله د راتلونکي ستر اقتصادي ظرفیت لرونکی هېواد گڼل کېږي.

نړیوال موقعیت: افغانستان د ملگرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، د سویلي اسيا هېوادونو د سيمه ييزې همکارۍ سازمان(SAARC)  او گڼو نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو بنسټونو غړی دی. د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله د منځنۍ، سویلي او لویدیځې اسیا د نښلېدو یوه مهمه څلورلارې بلل کېږي.