
افغانستان او عربی متحده امارات د دوه اړخیز اړیکو پالنه او ساتنه له اوږدې مودې راپدېخوا پیل کړې او تر دې دمه یې دوستانه پاللې ده. په 1971کال هغه مهال، چې د عربي متحده اماراتو بابا او موسس شیخ زاید بن سلطان –رحمه الله- د دې هېواد د بېلابېلو امارتونو د یووالي او اتحاد بنسټ کېښود، سملاسي یې په 1973 کې د افغانستان له واکمن پاچا محمد ظاهر شاه -رحمه الله- سره د دوه اړخیزو اړیکو پالنه او د دواړو هېوادونو تر منځ راشه درشه پیل کړل. دواړو پاچاهانو یو بل ته پیغامونه واستول او د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټانو او استازو د دوه اړخیزو لیدنو لړۍ هم له همدې نېټه پیل شوه. افغانستان د عربي متحده اماراتو دولت په رسمیت وپېژندلو او په عربي خلیج کې یې پرې د یو خپلواک عربي هېواد په توگه رسمي اعتراف وکړ.
په افغانستان کې د کمونیستي رژیم له کودتا او د روسانو له یرغل سره، هغه مهال چې مېلیونونه افغانان هجرت او وطن پرېښولو ته اړ شول؛ نو عربي متحده امارات یو له هغو هېوادنو څخه وو، چې له مهاجرو افغانانو سره یې اړیکې پیاوړې کړې، د تعلیم، روغتیا، فرهنگ او ټولنیز ژوند د اقتصادي پرمختیا په برخه کې یې مرستې پیل کړې او په زر گونو افغان وکړو ته یې کاري فرصتونه چمتو او رامنځ ته کړل.