loader image
قونسلي خدمتونه اوس تاسې ته پر لیکه وړاندې کېږي E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play
  محلي وخت: 25 Oct 2026 19:55:24

د عربي متحده اماراتو له رییس سره د افغانستان ا.ا. سفیر ولیدل

30 نومبر 2024 په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت له رییس محترم شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل. په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختگونو او رامنځته شوو فرصتونو خبرې او بحث وکړ. همداراز افغان سفير د د‌ولت رییس ته په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په چارو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو غوښتنې وکړې او ترڅنک یې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځینو ستونزو د اواري په تړاو هم يادونه وکړه. په ناسته کې ښاغلي شیخ محمد بن زاید آل نهیان په خپلو خبرو کې د یادو شوو مواردو په تړاو د همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز د اماراتو د دولت رییس افغانستان ورور هیواد یاد کړ او ترڅنگ یې د خپلې همېشنۍ او ژورې همکارۍ ډاډ څرگند کړ. د یادولو وړ ده چې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر خپل باورلیک د کوربه هېواد د دولت ريیس ته د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې په 26/5/1446 نېټه وړاندې کړی و.

متحده عربي اماراتو د افغانستان ا.ا. د سفیر باور لیک ومانه

21 اگست 2024 نن د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني خپل باور لیک د اماراتو د دولت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د مرستیال وزیر وکیل ښاغلي سيف عبدالله الشامسي ته په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارلو. ښاغلي مولوي بدرالدين حقاني د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي وبللې او د اماراتو د دولت له همکاریو او همېشنیو مرستو یې مننه او خوښي څرگنده کړه. ښاغلي سيف عبدالله الشامسي هیله څرگنده کړه، چې له اماراتو سره د افغانستان اړیکې خورا ارزښتمنې دي او د نوي سفیر په ټاکلو به دا دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. د افغانستان ا.ا. نوی منل شوی سفیر به خپل باور لیک په نیژدې راتلونکې کې د کوربه هېواد له اړخه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د عربي متحده اماراتو د دولت رییس ته وړاندې کړي.

په عربي متحده اماراتو کې د الکترونیکي تذکرو وېش پیل شو

11 جولاي 2024 نن د عربي متحده اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت، افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ رسما پیل کړه. د غونډې په ترڅ کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنگ په اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د یادې پروسې د پیل کېدو مبارکي وویله او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د هر راز همکارۍ او اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ ورکړ. د غونډې په لړ کې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په استازولۍ د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس ښاغلي استاذ سلطان احمد سباوون، د الکترونیکي تذکرو د وېش د پروسې تخنیکي پړاوونه تشرېح کړل او د خپلې ادارې په استازولۍ یې ژمنه وکړه، چې دا چاره به په بشپړه توگه اسانه او له هر ډول ځنډ او خنډ پرته به د هېوادوالو لپاره تر سره کېږي. د یادولو وړ ده چې په اماراتو کې د افغانانو لپاره د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ، د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. سفارت د گډو هڅو په پایله کې رسما پرانیستل شوه.

مولوی بدرالدین حقانی، سرپرست سفارت ا.ا.ا. در امارات متحدهٔ عرب رسماً آغاز به کار کرد

27 اکتوبر 2023 مولوی بدرالدین حقانی، سرپرست جدید امارت اسلامی افغانستان در امارات متحدهٔ عرب به ابوظبی رسید و طی مراسمی رسماً به کارمندان سفارت معرفی شد. وزارت امور خارجهٔ امارت اسلامی افغانستان، پذیرش آقای بدرالدین حقانی را به‌عنوان شارژدافیر از سوی دولت امارات متحدهٔ عرب، پیشرفتی مهم در روابط دوکشور می‌داند، که منتج به گسترش بیشتر روابط سیاسی، اقتصادی و سایر روابط همه‌جانبه میان دو کشور و ارائهٔ بهتر خدمات قونسلی برای صدهاهزار افغان مقیم امارات متحده خواهد شد.