loader image
قونسلي خدمتونه اوس تاسې ته پر لیکه وړاندې کېږي E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play
  محلي وخت: 25 Oct 2026 19:16:02

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر، د آل نهیان خیریه بنسټ له ریيس سره وکتل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه مؤسسې له ریيس محمد حاجي الخوري سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر عمومي وضعیت، په ځانگړي ډول له ایران او پاکستان څخه راستانه شوو افغان مهاجرینو د ستونزو او اړتياوو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي حقاني د راستانه شوو مهاجرینو سره د روغتیا او تغذيې په برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه، چې د خیریه مؤسسې رئيس ښاغلي الخوري له لوري يې ډاډ ورکړل شو.

د افغانستان ا.ا. سفیر د اماراتو د لوړو زده کړو له مرستیال وزیر سره وکتل

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د لوړو زده کړو وزارت له معین ښاغلي دکتور فیصل العلي سره وکتل. په پیل کې ښاغلي سفیر د متحده عربي اماراتو له دولت مننه وکړه، چې په تېر کې یې افغان محصیلنو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړې ده همدا راز یې په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون، چې د دوه لسیزو راهیسی فعالیت لري او په لوی شمیر محصلین یې افغاني ټولنې ته وړاندې دي، د متحده عربي اماراتو د دوستانه او مخلصلو اړیکو پایله وبلله او مننه یې وکړه. دواړو لوریو د افغانستان د تحصیلي بهیر د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او په دې لړ کې یې د منظم عصري سیستم رامنځ ته کول د پام وړ گام او چاره وبلله.

د ایران په مشهد کې د ا.ا.ا. د جنرال قونسل وفات نه جبرانېدونکې ضایع ده

د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت کې د عربي هېوادونو او منځني ختیخ د چارو پخوانی رییس او د ایران په مشهد کې د ا.ا.ا جنزال قونسل ښاغلی فیضان الله ناصري، د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته سپارلی دی. مړینه یې د نظام، په ځانگړې توگه د بهرنیو چارو وزارت لپاره لویه ضایع گڼو. إنا لله وإنا إليه راجعون! ښاغلی ناصري، ریښتیني خدمت گار، وطن دوست ، متواضع او دینداره شخصیت وو.په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا لوی سفارت د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرگندوي، او د ده کورنۍ ، ملگرو ، خواخوږو او د بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.روح یې ښاد ، یاد یې د تل وي.

د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات د بهرنیو اتباعو له مسوول سره وکتل

25 مارچ 2025 په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو له مسوول دکتور ماجد المنصوري سره وکتل. په پیل کې ښاغلي سفیر د اماراتو له دولت مننه وکړه، چې زرگونو افغانانو ته یې د کار، سوداگرۍ او مېشتېدو اسانه فرصتونه برابر کړي دي. همدا راز یې افغان وگړو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو غوښتنه وکړه. ښاغلي سفیر زیاته کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې له ټولو زنداني افغانانو سره دې له نیژدې د پوښتنې او لیدنې اسانتیاوې برابرې شي او په دې لړ کې یې د اماراتو د دولت له اړخه د روژې مبارکې میاشتې په پار د یو شمېر افغان بندیانو په عفوه کولو هم ټینگار وکړ. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مسوول ښاغلي دکتور ماجد المنصوري د افغانستان سفیر د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د یادو موضوعاتو د حل په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي. دواړو لوریو په یو لړ سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکو هم گډ بحث وکړ.

په ابوظبي کې د افغانستان سفیر د ناروې له سفیر سره وکتل

12 مارچ 2025 په ابوظبي كې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني نن د افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سفير ښاغلي پرالبیرت ایلساس او په ابوظبي کې د ناروي شاهي دولت مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره د سفارت په مقر کې وکتل. ښاغلي سفیر مولوي بدرالدين حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د ناروي شاهي دولت له سفیر مننه وکړه. په ناسته کې د افغانستان او سيمې هيوادونو په بيلابيلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو بحث وشو. ښاغلي پرالبیرت ایلساس وويل چې په افغانستان کي د پام وړ پرمختگ شوی دى، سراسري امنیت ټینگ شوی، هغه د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې په لور مختگ ته هيله مندي وښوده. په پای کې ښاغلې حقاني ټینگار وکړ، چې ناروي شاهي دولت دې له نړیوالې ټولنې په ځانگړې توگه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ دریځ لا پیاوړی کړي.

په ابوظبي کې د افغانستان سفیر د افغاني ناروغانو پوښتنه وکړه

06 مارچ 2025 نن ورځ په متحده عربی اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي ښار په شخبوط روغتون کې د ميرويس اکاخيل او شهيد خان دوو تنو افغان ناروغانو، چې څه موده مخکې په یوه اور لگېدنه کې سوځيدلې وو د احوال اخیستو په موخه ليدنه وکړه. افغان سفير ناروغانو ته د بېړنۍ روغتیا دعاء او د روغتون مسوولینو ته ورسره د اسلامي اخوت او بشردوستۍ له مخې د پاملرنې سپارښتنه وکړه.

په عربي متحده اماراتو کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو وېش بهیر گړندی روان دی

03 مارچ 2025 په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان.ا.ا. د سفارت له اړخه افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش او افغان وگړو د ثبت چارې په ورځنۍ توگه عادي تر سره کېږي. په ابوظبي کې د اسان خدمت څانگې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې کې، هغه مهال چې د ا.ا.ا. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپله لومړنۍ بهرنۍ څانگه د افغانستان ا.ا. په سفارت کې پرانیستله، تر دې دمه د الکترونیکي تذکرو د وېش د افغان وگړو د هویت ثبت چارې گړندۍ مخ ته ځي. د افغانستان ا.ا. په سفارت کې د اسان خدمت له اړخه د الکترونیکي تذکرو لپاره د بایومیتریک، د هویت ثبت، د کاغذي تذکرو سمونه او له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي، چې تر دې دمه 3,101 تنو افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش او ثبت چارې بشپړې شوې، 228 تنو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي او د 602 تنو افغان وگړو کاغذي تذگرو اصلاح شوې ده.

مرحباً بكم في الموقع الإلكتروني لسفارة أفغانستان في أبوظبي

ترحب سفارة إمارة أفغانستان الإسلامية في أبوظبي بمواطنيها والأفغان المقيمين في دولة الإمارات العربية المتحدة! إن تعزيز العلاقات الثنائية بين أفغانستان والإمارات العربية المتحدة وخدمة المواطنين الذين يعيشون في الإمارات وتلبية احتياجاتهم ومشاكلهم وإنشاء التسهيلات اللازمة للشعب الأفغاني والدفاع عن حقوقهم هو الهدف الرئيسي والواجب الرئيسي لسفارة أفغانستان.

په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. سفیر په نړیوال دفاعي نندارتون کې گډون وکړ

17 فروري 2025 د افغانستان.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقانی، د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د اماراتو د دفاع وزارت په بلنه د نړیوال دفاعي نندارتون په پرانیست غونډه کې گډون وکړ. د عربي متحده اماراتو د دفاع وزارت له اړخه د دفاع نړیوال نندارن (IDEX) د اولسمې او بحري ځواک  (NAVDEX)د اتمې دورو دا نندارتون د ۳ورځو لپاره په دې موخه جوړ شوی دی، چې د اماراتو دولت د دفاعي او بحري ځواک د پیاوړتیا او پرمختگ په برخه کې نظامي لاسته راوړنې وړاندې کړي او دهمدې نندارتون له لارې د نړیوالو مخکښو دفاعي شرکتونو متخصصین له گډونوالو او لیدونکو سره خپلې دفاعي تجربې شریکې کړي.

د ا.ا.ا. په سفارت کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني فاتحه واخیستل شوه

15 دیسمبر 2024 په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په انگړ کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې اخیستلو او دعا غونډه ترسره شوه. په یادو مراسمو کې په اماراتو کې مېشتو افغان علماوو، مشرانو، سوداگرو، ځوانانو، سیاستوالو او نورو خواخوږو گډون کړی وو. په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. سفیر د اسلامي امارت او د شهید حقاني د کورنۍ په استازولۍ له ټولو گډونوالو او هغوی چې خواخوږي يې څرگنده کړې وه  او د گډون فرصت یې نه درلود، مننه او قدردانی وکړ. د دوی غمرازي او خواخوږي یې د شهید له کورنۍ او افغان مجاهد ولس سره د همدردۍ او مینې رښتونې بېلگه وبلله. د فاتحې او غمرازۍ یاد مراسم په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. د سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني په وینا او د شهید حقاني روح ته د دعا په ویلو پای ته ورسېدل.