loader image
قونسلي خدمتونه اوس تاسې ته پر لیکه وړاندې کېږي E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play
  محلي وخت: 25 Oct 2026 18:34:42

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر د اتحاد هوايي شرکت له پلاوي سره وکتل

11 فبروري 2026 په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير ښاغلي مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي ملي هوایي شرکت اتحاد، د سوداگریزو او پراختیایي چارو له پلاوي سره، د ښاغلي راحیل صدیق په مشرۍ، ناسته وکړه. په ناسته کې د اتحاد شرکت چارواکو، کابل ته له ابوظبي د پروازونو، چې د مارچ په ۲۸مه پیلېږي، د الوتنو مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي تر منځ د هوایي تگ راتگ په اړه معلومات وړاندې کړل. د اتحاد شرکت چارواکو وویل اتحاد اوسمهال ۹۹ ښارونو ته الوت لري او ژمنه یې وکړه، چې د کابل او ابوظبي تر منځ الوتنې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداگريزو اړیکو د پیاوړتیا سربېره له نړۍ سره د تگ راتگ په پراختیا کې هم اغېزمن رول ولري. ښاغلي سفیر کابل ته د ابوظبي د ملي هوایي شرکت د الوتنو له پیل خوښي وښوده، ټینگار یې وکړ، چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزه اسانتياوې رامنځ ته شي، په ځانگړې توگه د ټکټونو او د سفر اړوندو لگښتونو د کمښت چارو ته دې ځانگړې پاملرنه وشي.

د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل

16 جنوري 2026 په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني، په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر مخورو او سوداگرو افغانانو سره ولیدل. افغان سوداگرو په خپلو خبرو کې د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو گډ کور یاد کړ او په هېواد کې یې له نظامه ملاتړ خپله اسلامي او اخلاقي دنده وبلله. له دې سربېره یې یو لړ سوداگریزې ستونزې مطرح او په اماراتو کې یې د افغان کاریگرو د حقونو پالنې او ملاتړ په موخه د افغانستان لوی سفارت د ځانگړې پاملرنې غوښتنه وکړه. ښاغلي سفیر په اماراتو کې د افغانانو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځ ته کول خپل لومړیتوب وباله. زیاته يې کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو د شته ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې هڅې تر سره کوي.

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد شرکت امنیتي رییس وکتل

14 جنوري 2026 په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د امنیتي چارو رییس محترم عمر سعید المعمري سره وکتل. په دې ناسته کې افغانستان ته د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د الوتنو په پیل خبرې وشوې. ښاغلي المعمري د “اتحاد” د الوتنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرگند کړ، چې په نيزدې راتلونکې کې به د “اتحاد” الوتنې منظمې پیل شي. ښاغلي سفیر وویل، کابل ته د “اتحاد” د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لاپیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداگریزې راکړې ورکړې او تگ راتگ کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات د بهرنیو اتباعو له مسوول سره وکتل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مسوول ډاکټر ماجد المنصوري سره وکتل. په دې کتنه کې د دوه اړخيزه اړيکو سربېره، په اماراتو کې د مېشتو افغانانو پر اړوندو ستونزمنو قونسلي موضوعاتو خبرې وشوې په ځانگړې توگه په کوربه هېواد کې د توقیف شوو افغانانو د تفصیلي نوملړ، له توقیف شوو افغانانو سره د لیدنې اړوند د ځانگړو اسانتیاوو رامنځته کولو موضوع وڅېړل شوه، ورسره د یو شمېر افغانانو د هویت د تثبیت پر ستونزه هم بحث وشو. همداراز د هغو افغانانو چې دوه گونی تابعیت لري، په کوربه هېواد کې یې حقوقي پېښتو ته د رسېدنې اړوند گډ بحث وشو او په پای کې افغانانو ته د ویزو د ورکړې موضوع هم مطرح شوه. ښاغلي المنصوري د یادو مواردو په اړه د هڅو يادونه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې څرگند کړ.

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانگړي استازي ښاغلي گیلس برټرینډ سره وکتل. په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌یزو اړیکو په پیاوړتیا او هم د متقابلو همکاریو پر پراختیا بحث وشو. په ورته مهال، دواړو لورو د سیمې د ثبات لپاره د گډو همکاریو پر اهمیت هم ټینگار درلود.

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د هغو افغان سوداگرو سره وکتل، چې څو ورځې مخکې د شارجې په صنعتي سیمه کې د اورلگېدنې له امله یې سوداگریزو توکو او ځایونو درانه مالي زیانونه لیدلي وو. ښاغلي سفير له یادو سوداگرو سره د افغانستان په استازیتوب خواخوږي او ژور خفگان څرگند کړ او هم يې د رامنځته شویو زیانونو له امله، د ورپېښو ستونزو د هوارولو په برخه کې د سفارت له لوري د هر راز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني د ياد هېواد لپاره د روسيې فدراسيون له سفير تيمور زابيروف سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او سيمه‌ييزو اړیکو په پياوړتيا، د افغانستان ثبات، هوساينې، او د متقابل احترام پر بنسټ د همکاریو پر پراختيا خبرې وشوې. د روسيې سفير د افغانستان له امنيت او پرمختگ څخه ستاينه وکړه او هم يې د اسلامي امارت له رسميت پېژندلو وروسته د پراخو همکاریو هوډ څرگند کړ. افغان سفير د روسيې له مثبت دريځه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او گډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

خبرتیا

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفارت، د اسد 28مه له انگریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ 106مه کالیزې له امله د اسلامي امارت ویاړلي او مدبر قیادت، افغان مجاهد ولس او په اماراتو کې مېشتو هېوادوالو ته وايي. سبا سه شنبه د اسد28مه، چې د اگست له 19مې سره برابره ده، د یادې ورځې د ویاړنې په موخه به په ابوظبي کې د افغانستان سفارت رخصت وي. خپلواکي مو مبارک شه!

افغان وگړو ته د پاسپورټ په ورکړه کې د اسانتیاوو خبرتیا

د هېوادوالو د هوساینې او په وخت یې غوښتنو او ستونزو ته د رسېدو په موخه، د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان سفارت د پاسپورټ ورکړه د پخوا په پرتله د یوې اونۍ په ځای یوې ورځې ته راښکته کړې ده. د دې خبرتيا له خپرېدو سره سم په کوربه هېواد کې مېشت افغان وګړي کولای شي، چې خپل غوښتنلیک وړاندې او پاسپورټ یوه ورځ وروسته تر لاسه کړي.

د ولسي شاعر مطيع الله تراب د وفات په اړه، په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفارت تسلیت

په ابوظبی کی د ا.ا.ا. سفارت د ارواښاد مطیع ‌الله تراب د مړینې له کبله ژوره غمرازي څرگندوي. په متحده عربي اماراتو کې د ټولو مېشتو افغان وگړو په استازولۍ د ارواښاد تراب کورنۍ، فرهنگي ټولنې او ټولو خواخوږو ته یې تسلیت وايي او دعا کوي، چې الله جل جلاله ارواښاد تراب ته فردوس جنت ور پېرزو کړي.ارواښاد تراب ته څښتن تعالی ستر استعداد ورکړی وو، چې د پښتو ادب، فرهنگ او ژبې لپاره یې نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کړل، مړینه یې نه یوازې د هغه د کورنۍ او دوستانو لپاره بلکې د پښتو ادب په ځانگړې توگه د شعر کاروان ته یوه ضایعه ده. د ده نوم به د ادب او فرهنگ په تاریخ کې تلپاتې وي.