په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد شرکت امنیتي رییس وکتل

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد شرکت امنیتي رییس وکتل Home اپریل 27, 2026 Uncategorized په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د امنیتي چارو رییس محترم عمر سعید المعمري سره وکتل. په دې ناسته کې افغانستان ته د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د الوتنو په پیل خبرې وشوې. ښاغلي المعمري د “اتحاد” د الوتنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرگند کړ، چې په نيزدې راتلونکې کې به د “اتحاد” الوتنې منظمې پیل شي. ښاغلي سفیر وویل، کابل ته د “اتحاد” د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لاپیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداگریزې راکړې ورکړې او تگ راتگ کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد شرکت امنیتي رییس وکتل د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات… Load More Press & Media Uncategorized خبرونه او تازه معلومات
