د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل

د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل Home اپریل 27, 2026 خبرونه او تازه معلومات په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني، په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر مخورو او سوداگرو افغانانو سره ولیدل. افغان سوداگرو په خپلو خبرو کې د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو گډ کور یاد کړ او په هېواد کې یې له نظامه ملاتړ خپله اسلامي او اخلاقي دنده وبلله. له دې سربېره یې یو لړ سوداگریزې ستونزې مطرح او په اماراتو کې یې د افغان کاریگرو د حقونو پالنې او ملاتړ په موخه د افغانستان لوی سفارت د ځانگړې پاملرنې غوښتنه وکړه. ښاغلي سفیر په اماراتو کې د افغانانو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځ ته کول خپل لومړیتوب وباله. زیاته يې کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو د شته ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې هڅې تر سره کوي. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد… Load More Press & Media <lidata-term-id=”27″> Uncategorized <lidata-term-id=”31″> خبرونه او تازه معلومات
په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل Home فبروري 11, 2026 خبرونه او تازه معلومات په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د هغو افغان سوداگرو سره وکتل، چې څو ورځې مخکې د شارجې په صنعتي سیمه کې د اورلگېدنې له امله یې سوداگریزو توکو او ځایونو درانه مالي زیانونه لیدلي وو. ښاغلي سفير له یادو سوداگرو سره د افغانستان په استازیتوب خواخوږي او ژور خفگان څرگند کړ او هم يې د رامنځته شویو زیانونو له امله، د ورپېښو ستونزو د هوارولو په برخه کې د سفارت له لوري د هر راز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات… Press & Media <lidata-term-id=”31″> خبرونه او تازه معلومات
