په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر د اتحاد هوايي شرکت له پلاوي سره وکتل

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر د اتحاد هوايي شرکت له پلاوي سره وکتل Home اپریل 27, 2026 خبرونه او تازه معلومات په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير ښاغلي مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي ملي هوایي شرکت اتحاد، د سوداگریزو او پراختیایي چارو له پلاوي سره، د ښاغلي راحیل صدیق په مشرۍ، ناسته وکړه. په ناسته کې د اتحاد شرکت چارواکو، کابل ته له ابوظبي د پروازونو، چې د مارچ په ۲۸مه پیلېږي، د الوتنو مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي تر منځ د هوایي تگ راتگ په اړه معلومات وړاندې کړل. د اتحاد شرکت چارواکو وویل اتحاد اوسمهال ۹۹ ښارونو ته الوت لري او ژمنه یې وکړه، چې د کابل او ابوظبي تر منځ الوتنې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداگريزو اړیکو د پیاوړتیا سربېره له نړۍ سره د تگ راتگ په پراختیا کې هم اغېزمن رول ولري. ښاغلي سفیر کابل ته د ابوظبي د ملي هوایي شرکت د الوتنو له پیل خوښي وښوده، ټینگار یې وکړ، چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزه اسانتياوې رامنځ ته شي، په ځانگړې توگه د ټکټونو او د سفر اړوندو لگښتونو د کمښت چارو ته دې ځانگړې پاملرنه وشي. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر د اتحاد هوايي شرکت له پلاوي سره وکتل د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره… Load More Press & Media Uncategorized خبرونه او تازه معلومات
د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل

د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل Home اپریل 27, 2026 خبرونه او تازه معلومات په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني، په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر مخورو او سوداگرو افغانانو سره ولیدل. افغان سوداگرو په خپلو خبرو کې د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو گډ کور یاد کړ او په هېواد کې یې له نظامه ملاتړ خپله اسلامي او اخلاقي دنده وبلله. له دې سربېره یې یو لړ سوداگریزې ستونزې مطرح او په اماراتو کې یې د افغان کاریگرو د حقونو پالنې او ملاتړ په موخه د افغانستان لوی سفارت د ځانگړې پاملرنې غوښتنه وکړه. ښاغلي سفیر په اماراتو کې د افغانانو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځ ته کول خپل لومړیتوب وباله. زیاته يې کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو د شته ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې هڅې تر سره کوي. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… د ا.ا.ا. سفیر په اماراتو کې له مېشتو سوداگرو سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد… Load More Press & Media <lidata-term-id=”27″> Uncategorized <lidata-term-id=”31″> خبرونه او تازه معلومات
د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات د بهرنیو اتباعو له مسوول سره وکتل

د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات د بهرنیو اتباعو له مسوول سره وکتل Home اپریل 27, 2026 خبرونه او تازه معلومات په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مسوول ډاکټر ماجد المنصوري سره وکتل. په دې کتنه کې د دوه اړخيزه اړيکو سربېره، په اماراتو کې د مېشتو افغانانو پر اړوندو ستونزمنو قونسلي موضوعاتو خبرې وشوې په ځانگړې توگه په کوربه هېواد کې د توقیف شوو افغانانو د تفصیلي نوملړ، له توقیف شوو افغانانو سره د لیدنې اړوند د ځانگړو اسانتیاوو رامنځته کولو موضوع وڅېړل شوه، ورسره د یو شمېر افغانانو د هویت د تثبیت پر ستونزه هم بحث وشو. همداراز د هغو افغانانو چې دوه گونی تابعیت لري، په کوربه هېواد کې یې حقوقي پېښتو ته د رسېدنې اړوند گډ بحث وشو او په پای کې افغانانو ته د ویزو د ورکړې موضوع هم مطرح شوه. ښاغلي المنصوري د یادو مواردو په اړه د هڅو يادونه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې څرگند کړ. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات د بهرنیو اتباعو له مسوول سره وکتل په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو… Load More Press & Media خبرونه او تازه معلومات
په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل Home فبروري 11, 2026 خبرونه او تازه معلومات په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني د ياد هېواد لپاره د روسيې فدراسيون له سفير تيمور زابيروف سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او سيمهييزو اړیکو په پياوړتيا، د افغانستان ثبات، هوساينې، او د متقابل احترام پر بنسټ د همکاریو پر پراختيا خبرې وشوې. د روسيې سفير د افغانستان له امنيت او پرمختگ څخه ستاينه وکړه او هم يې د اسلامي امارت له رسميت پېژندلو وروسته د پراخو همکاریو هوډ څرگند کړ. افغان سفير د روسيې له مثبت دريځه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او گډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد… په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات… Press & Media خبرونه او تازه معلومات
په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل Home فبروري 11, 2026 خبرونه او تازه معلومات په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د هغو افغان سوداگرو سره وکتل، چې څو ورځې مخکې د شارجې په صنعتي سیمه کې د اورلگېدنې له امله یې سوداگریزو توکو او ځایونو درانه مالي زیانونه لیدلي وو. ښاغلي سفير له یادو سوداگرو سره د افغانستان په استازیتوب خواخوږي او ژور خفگان څرگند کړ او هم يې د رامنځته شویو زیانونو له امله، د ورپېښو ستونزو د هوارولو په برخه کې د سفارت له لوري د هر راز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات… Press & Media <lidata-term-id=”31″> خبرونه او تازه معلومات
په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل Home فبروري 11, 2026 خبرونه او تازه معلومات په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانگړي استازي ښاغلي گیلس برټرینډ سره وکتل. په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سیمهیزو اړیکو په پیاوړتیا او هم د متقابلو همکاریو پر پراختیا بحث وشو. په ورته مهال، دواړو لورو د سیمې د ثبات لپاره د گډو همکاریو پر اهمیت هم ټینگار درلود. Popular Articles په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اروپايي… په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر سره وکتل په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفير د روسیې له سفیر… په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو شوو سوداگرو سره ولیدل په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر له زیانمنو… Press & Media خبرونه او تازه معلومات
