
افغانستان د اوږدو څلورو لسیزو جگړو او سیاسي بدلونونو وروسته خپل نوی پړاو د پرمختگ او ابادۍ په لور پیل کړی دی. پر هېواد د اسلامي امارت حاکمیت د څلورو کلونو له بشپړېدو سره سم په داسې حال کې خپرېږي، چې پر ټول هېواد د اسلامي واکمنۍ سیوری خپور دی، په هېواد کې سراسري بشپړ امنیت تر بل هر وخت ټینگ او حاکم دی او له دې ټولو الهي لورېینو سربېره په نړیوال ستیج ورځ تر بلې د هېواد سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو تعاملاتو ساحه له سیمې او گاونډیو هېوادونو، اوروپا او نړۍ ته په غځېدو او پراخېدو ده او همدا لامل دی، چې افغانستان د سیمې په زړه کې د نوي فرصتونو درلودونکي مرکز په توگه راڅرگند شي.
افغانستان اوسمهال د سیاحت، سوداگرۍ، طبیعي زیرمو، کرنې او ترانزیټ په برخو کې داسې ستراتیژیک ظرفیتونه لري، چې نه یوازې د افغانانو د اقتصادي ودې لامل کېږي، بلکې نړیوال پانگوال او سیلانیان هم ځان ته راجلبوي. په هېواد کې د نوي پیل لاندې ځانگړتیاوې کولای شي، د کورنیو او بهرنیو پانگوالو او شتمنو لپاره د سوداگریزو او اقتصادي پلانونو او تگلارو د ډاډمن پرمختگ لپاره ښه فرصت وي:
سراسري امنیت: په هېواد کې د جگړو له منځه تلل او د سراسري امنیت اعاده د اقتصادي فعالیتونو او پانگونې لپاره نوی باور رامنځته کړی دی.
ځوان نفوس: افغانستان د سیمې له ځوانو هېوادونو څخه دی، چې د بشري پانگې په توگه د پرمختگ ستر ظرفیت لري.
ستراتېژیک موقعیت: افغانستان د منځنۍ، سویلي او لوېدیځې اسیا د نښلیدو څلورلاری دی، چې نړیوالو بازارونو ته د نږدې کېدو ځانگړې اسانتیا برابروي.
بازارونو ته لاسرسی: د افغانستان طبیعي او کرنیز محصولات د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ د بازارونو لپاره په اسانۍ صادریږي.
نوی پیل او د پانگونې فرصتونه
افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه د نړۍ له بډایو هېوادونو څخه گڼل کېږي. نړیوالو څېړنو ښودلې ده، چې د افغانستان په ځمکه کې د نادرو فلزاتو، انرژۍ سرچینو او کرنیزو تولیداتو داسې زېرمې پرتې دي، چې د نړۍ د اقتصاد لپاره ستر اهمیت لري.
کانونه او طبیعي سرچینې: د لیټیم، مسو، اوسپنې، سرو زرو، قیمتي ډبرو او نورو معدني سرچینو پراخې زېرمې افغانستان د نړیوالو پانگوالو لپاره د پام وړ گرځوي. د لیټیمو سترې زېرمې کولای شي افغانستان د برېښنایي موټرو او ټکنالوژۍ په نړیوال بازار کې مهم رول ولوبوي.
کرنه او کرنیز صادرات: افغانستان د کرنې په برخه کې د سیمې یو مهم هېواد دی. افغاني زعفران، انگور، انار، بادام، پسته او وچه مېوېه د نړۍ په بازارونو کې د لوړ کیفیت له امله پېژندل کېږي. د افغاني زعفرانو نړیوال برانډ په ځانگړي ډول د پام وړ ارزښت لري.
انرژي: د اوبو، لمر او باد څخه د برېښنا تولید پراخه وړتیاوې لري. د بندونو جوړول، د سولر انرژۍ پروژې او د انرژۍ سیمهییزې پروژې لکه کاسا1000(CASA-1000) د افغانستان لپاره د انرژۍ په برخه کې ستر فرصتونه رامنځ ته کوي.
ترانزیټ او سیمهییز نښلون: افغانستان د اسیا د زړه په څلورلارې کې پروت دی. د لاجورد لارې دهلېز، د چین – منځنۍ اسیا – افغانستان دهلېز، ټاپي (TAPI) د گازو پایپ لاین او نورې سیمهییزې سترې پروژې افغانستان د سیمهییزې سوداگرۍ د نښلون مهم مرکز گرځوي.