loader image
ستاسو قونسلګرۍ خدمات اوس آنلاین دي، د E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play
  Local Time: 26 Jul 2026 05:41:59

ښه راغلاست

په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت خپلو درنو هېوادوالو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته ښه راغلاست وايي!

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، په اماراتو کې میشتو اتباعو ته خدمت کول، د هغوی اړتیاوې او ستونزې حل کول، او افغان اتباعو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول او د هغوی له حقونو څخه دفاع د افغانستان د سفارت اصلي اهداف او اساسي دندې دي.

د سفیر پیغام

actingperson

د افغانستان اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو د اړیکو پیاوړتیا، په عربي نړۍ او خلیج کې د اماراتو له ستراتیژیکو او سوداگریزو ظرفيتونو استفاده، په اماراتو کې مېشتو هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې کول، غوښتنو او ستونزو ته یې رسېدنه او افغان وگړو ته د اړینو اسانتیاوو رامنځ ته کول او له حقونو یې دفاع د افغانستان اسلامي امارت سفارت اصلي موخه او اساسي دنده ده.

ښاغلی مولوي بدرالدین حقاني

په ابوظبي کې د افغانستان سفیر

زموږ ماموریت

په متحده عربي اماراتو کې افغان وگړو ته په درنښت، مسلکیتوب او کلتوري ویاړ خدمت کول او په اماراتو کې د افغانستان ډیپلوماټیک او ټولنیز شتون پیاوړی کول.

زموږ لید

د باوري، اغېزمن او پیاوړو ډیپلوماټیکو او قونسلي خدمتونو عصري سیستم رامنځ ته کول، چې پر مټ یې په متحده عربي اماراتو کې افغانان له خپل هېواد سره وصل کړي او دوی ډاډمن شي، چې هېڅکله له هېوادني ملاتړه بې برخې نه دي.

زموږ دندې

  • د افغانستان او متحده عربي اماراتو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، سوداگریزو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا هڅې
  • د افغان وگړو د هویت د تثبیت او د برېښنايي پېژندپاڼو ورکړه.
  • د کډوالو او اړمنو هېوادوالو ملاتړ
  • په کوربه هېواد کې د افغان وگړو له مشروع حقونو دفاع او ستونزو ته یې منظمه رسیدنه
  • په کوربه هېواد کې د افغاني بندیانو ستونزو ته رسېدنه او له حقونو یې دفاع کول

چټک او اسانه قونسلي خدمتونه وړاندې کول:

د پاسپورټ صادرول او نوي کول

بهرنیو وگړو ته د افغانستان ویزې ورکړه

د اسنادو او وثائقو تصدیقول

د زېږون، واده او مړینې چارې ثبتول

د بیړني قانوني او سفر مرستې وړاندې کول

د کډوالو او اړمنو افغانانو ملاتړ

د پاسپورټونو صادرول او نوي کول

د افغانستان د کلتوري او تعلیمي تبادلې وده

د سفارت شالید

له ورور دوست هېواد عربي متحده اماراتو سره د افغانستان اړیکې تاریخي دي، چې لسیزې وړاندې د اویایمو زېږدیزو کلونو په پیل کې دواړو هېوادونو دوه اړخیزې دوستانه او سیاسي اړیکې پالل هغه مهال پیل کړل، چې د متحده اماراتو بابا او موسس شیخ زاید بن سلطان آل نهیان -رحمه الله-، افغان واکمن پاچا ظاهرشاه -رحمه الله- ته د خپلو نیکو هیلو او سیاسي ارادې هوډ څرگند کړ او ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې عملا راشه درشه پیل شول.

د افغانستان او عربي متحده اماراتو دوه اړخیزې سیاسي اړیکې په افغانستان کې د اسلامي دولت له بریا سره سم د اویایمو زېږدېږو کلونو په پیل کې لا پیاوړې شوې. په 1993 کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه ابوظبي کې خپل سفارت پرانیست او ښاغلی نور الهدی د افغانستان د اسلامي دولت د لومړي سفیر په توگه وټاکل شو.

د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې په 1996 کال کې هغه مهال چې اسلامي امارت په افغانستان واکمن شو، عربي متحده امارات یو له هغو هېوادونو و، چې له اسلامي امارت سره یې د خپلو سیاسي اړیکو پراختیا پیاوړې کړه، چې د افغانستان ا.ا. له خوا لومړی ښاغلی مولوي جان محمد مدني، ورپسې ښاغلی حافظ عزیز الرحمن د سرپرست سفیرانو په توگه وټاکل شول.

په 2008 كال کې افغانستان د ابوظبي ښار په ډیپلوماټیکه سیمه کې پر خپل ملکیت د سفارت لپاره اساسي ودانۍ ورغوله او رسما یې پرانیستله، چې تر ننه له همدې ځایه په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو د خدمت ویاړ ور په برخه دی.

د 2021 کال د اگست په 15مه په افغانستان کې امریکايي اشغال پای ته ورسېد او د افغانستان ا.ا. بیا ځلي د هېواد واگې تر لاسه کړې، چې ورسره په ابوظبي کې د هېوادوالو پر مخ د سفارت اړوندې چارې بېرته ژر پیل شوې او په 15/08/2024 نېټه د عربي متحده اماراتو دولت، ښاغلی مولوي بدر الدین حقاني د افغانستان د سفیر په توگه ومانه.