د معلوماتو حق
د افغانستان حکومت د منل شوو قوانینو پر بنسټ خپلو ټولو وگړو او هېوادوالو ته د معلوماتو د لاسرسي حق ته درنښت لري، ساتنه او په ټول مسوولیت یې ورته وړاندې کول د دوی حق بولي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت ژمن دی، چې په اماراتو کې مېشتو هېوادوالو لپاره د معلوماتو د حق درناوی، ساتنه او پوره کول په مسوولیت تر سره کړي. همدا راز د هېواد په کچه اقتصادي، فرهنگی، سیاحتي، سوداگرۍ او نورو اړوندو معلوماتو ته لاسرسی او په اړه یې وړاندیزونه او پوهاوی د معلوماتو د منلي حق په توگه تر لاسه کېدلای شي. که تاسې د سفارت د کار په اړه کومه پوښتنه لرئ یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړې زموږ د همدې برخې لپاره د ټاکلې اړیکشمېرې/برېښنالیک له لارې موږ سره اړیکه وکړئ.